شیخ زاید پوهنتون د پکتیا ولایت مېشت زم زم لوړو زده کړو خصوصې موسسې سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

szu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴۴
szu and zamzamU


پرون ورځ ( ۱۳۹۹/جدي/۲۲ ) یکشنبې د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ او د زم زم لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لاسلیک کیدو پرمهال د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ په استازیتوب علمي مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي وویل چې زمونږ موخه د ټولنې علمي کیدل او د سیمې هیوادو سره د افغانستان سیال کیدل دي، نو کله به هم په علمي خدمت کې که هغه به دولتي سکتور او یا هم خصوصي سکتور کې وي، شاته نه شو.
ورپسې د زم زم لوړو زده کړو موسسې رئیس محمد امین علمي د شیخ زاید پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په مختلفو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هوکړه په ۱۴ مادو کې لاسلیک شو چې د شیخ زاید پوهنتون به د زم زم م لوړو زده کړو موسسې سره د وزارت هدایاتو مطابق علمی کادرونو په جذب، د ظرفیتونو په لوړاوي، د تحقیق او ریسرچ په برخه کې د خپل وس مطابق همکاري کوي.
د یادولو وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون د خپل ځوان نسل د بهبود په موخه په تېر کې هم د نورو علمي موسساتو سره ورته ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته تر سره کړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل طبي پوهنتون محصلانو د شيخ زايد پوهنتون له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه.

د کابل طبي پوهنتون (ابو علي ابن سینا) څخه شيخ زايد پوهنتون ته په علمي سفر راغلي د انسجام، نشراتو، دعوت او ارشاد آمرينو په ملتيا د محصلانو دېرش کسیزې ډلې د دې پوهنتون له بېلا بېلو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۴۰
Background image

محصلانو ته د وثایقو جوړولو تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۴مې نیټې سره یې سمون درلوده، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د شرعیاتو او. . .

BACK TO NEWS