د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون د شپاړسمې کلیزي په مناسبت ورکشاپ دایر شو

szu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۶:۱۶
شیخ زاید پوهنتون

د ۱۳۹۸ کال د جدي دمیاشتي په ۱۹ نېټه د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمدخان اڅکزي دغونډو په تلار کې د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د (۱۸۳ )۱۹/۱۰/۱۳۹۵ فرمان په اساس د شپاړسمې کلیزې د لمانځنې په موخه یو ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو.
په یاد ورکشاپ کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبی، علمي، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو ترڅنګ د پوهنځیو رئیسانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د موضوع په تړاو لنډې خبرې وکړي، چې اساسي قانون یوه ملي وثیقه ده، چې د نورو قوانینو مور ګڼل کېږي، هیڅ ټولنه نشي کولی چې د اساسي قانون دعملي کېدو څخه پرته، یوه پرمختللي، عصري ټولنه رامنځته کړي او د اساسي قانون تطبیق یې د شته ناخوالو په کمولو کې اغیزناک وباله.

د حقوقو پوهنځي استاد پوهنیار یعقوب جان صمیم د اساسي قانون د اهمیت او مقام، په ټولنه کې د شخص د حقوقو او جزاګانو، د بیان ازادي او د متهم لخوا د مدافعي وکیل د لرلو په برخه کې مهم معلومات وړاندې شول.
د ورکشاپ په یوه برخه کې د شرعیاتو پوهنځی رئیس پوهنیار قاري محمد ولید اسحاقزي لخوا د اساسي قانون په ځینو موضوعاتو باندي رڼا واچول شوه.
په پای کې استاد صمیم لخوا د ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بښونکې ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS