د سافټويرونو په مرسته د مأخذونو ليکلو تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۶
دذالاللیبللی

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د پوهنځيو اړوند څېړنو فرعي کمېټو لپاره د انټرنيټي پوستغالو (زیترو، مانډيلي او اينډ نوټ سافټويرونو) په مرسته د مأخذونو ليکلو يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
د دې تر څنګ، څنګه کولی شو چې ادبي غلا په اسانۍ سره وپېژنو، له ادبي غلا څخه پرته ليکنه کول، که ادبي غلا تر سره شوې وي څه بايد وشي، د مأخذونو ليکلو کې، د ليکوالانو، کتاب، ژورنال او ويب پاڼې د راوړلو طریقې او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره شو.
د يادولو ده چې ياد ورکشاپ د مسلکي پراختيا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی و او د شیخ زايد پوهنتون علمي څېړنو مرستيال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې شو.
نېټه: دوشبنه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۱۵مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان شپږمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

BACK TO NEWS