د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي چاپېريال پوهنې، د طب پوهنځي صغيره جراحي، عمومي داخله او عقلي ـ عصبي، د وترنري علومو غذایي موادو حفظ الصحې او ټکنالوژي، عمومي ښوونې او روزنې، د اقتصاد پوهنځي بانکداري او مالي چارو او د پامير خصوصي پوهنتون اقتصاد پوهنځي اړوند اداره او تجارت او د کمپيوټر ساينس عمومي کادري بستونو له نوماندانو څخه چې تېره ورځ د بهرنۍ ژبې په ازموينه کې بريالي ګڼل شوي و، اختصاصي ازموينه واخيستل شوه.
د دغه ازموينې په پایله کې به هغه نوماندان چې تر نورو یې زياتې نومرې اخیستې وي د يادو بستونو لپاره وګمارل شي.
ورځ: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الآخرة ۱۲مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د قوس دويمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
