د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون څخه لېدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس ډاکتر علي احمد امین او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتون سرطبيب او مسؤلینو سره د يوې غونډې په ترڅ کې لېدنه وکړه.
د تدریسي روغتون مسؤلينو له لوري د ښه راغلاست تر څنګ، د روغتون د فعالیتونو، روغتیايي خدمتونو او د ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو تخصصي خدماتو، امکاناتو، ظرفیتونو او د توبرکلوز ناروغانو لپاره د اړینو خدماتو د برابرولو په اړه معلومات وړاندې شول.
د توبرکلوز ملي پروګرام له رئیس سره په تدریسي روغتون کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص، درملنې، پاملرنې، د ځانګړي مرکز د جوړولو، د جوړېدو اړتیا، د مناسب ځای، اړینو تجهیزاتو، مسلکي پرسونل او د خدماتو د معیاري کولو په برخو کې د ګډ کار پر څرنګوالي هر اړخيز بحث تر سره شو.
همدارنګه دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا، د توبرکلوز د تشخیص او درملنې د ظرفیت لوړولو او د یاد مرکز د جوړېدو لپاره د همغږۍ او ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۱مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلې دويمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
