څانګو آمرينو ته د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۲۶
nbgvfdc

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د دوولسو پوهنځيو څانګو آمرينو لپاره د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
په ورکشاپ کې د پروپوزل او مونوګراف شکلي جوړښتونه، د محصلانو کنفرانسونو لپاره د سلايډونو واحد سيستم، د پروپوزلونو او مونوګرافونو د آنلاين ثبت سيستم په اړه معلومات وړاندې او په يادو سيستمونو کې د استادانو پوښتنې ځواب او د موضوع په اړه  نظريات او وړانديزونه واورېدل شول.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام شپږمه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان لومړۍ 
 ۲۰۲۶ م کال د جون ۲۲مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS