له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
وتلذ ړتتل

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له شپږمې نيټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو په دغه کنفرانس کې؛ په خوست ښار کې د لبنیاتو مصرفوونکو د چلند څېړنه، د لبنیاتو محصولاتو پر وړاندې د پیرودونکو پوهاوی، په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو پروسېس فرصتونه او ننګونې، معیاري پروسېس او صادراتي تکلارې پیاوړتیا، د جاذبې قوې رامنځته کیدل، د هایدرا جوړښت او سیستماتیک څرنکوالي څېړل، د مصنوعي ځيرکتیا پر پرمختګونو کې د احصايې او احتمالاتو رول، په انساني فعالیتونو کې د کلسیم ارزښت څېړل، د رومي بانجانو میوې سوري کوونکي چینجي پېژندنه او اداره کول او نورو مهمو موضوعاتو باندې بحثونه او معلومات وړاندې شول. دغه کنفرانس د علمي څېړنو معاونیت له لوري برابر شوی دی، چې سبا ورځ به هم دوام وکړي.  
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د شيخ زايد او غزني پوهنتونونو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.

هغه ناسته چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې ترتيب شوې وه، پکې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، د غزني پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي عبدالمالک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزير د یوې لویې راټولېدنې په ترڅ کې ګډونوالو ته وینا کړه.

هغه غونډه چې د پوهنتون لیلیې په عمومي مسجد کې را بلل شوې وه، د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نـ.ـداء محمد نـ.ـدیم صاحب، د خوست ولایت والي مولوي عبدالله مختار، د شيخ زايد پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۳۴
Background image

په شیخ زاید پوهنتون کې د کیفیت لوړونې پروسې د ښه تطبیق په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د کیفيت لوړونې آمريت له لوري د ترتیب شوي مهالوېش مطابق د نهاد په کچه د دې پوهنتون د معاونیتونو، رياستونو، کادري او اداري آمريتونو، څانګو، فرعي. . .

BACK TO NEWS