استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
دتذرابطزرذدړت

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني وینا وکړه. 
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د دې روزنیز پروګرام له لاسته راوړنو سالمه استفاده وکړي او خپلې زده کړې محصلانو ته په لوړ تدریس ولېږدوي. هغه ټینګار وکړ چې استادان دې د علمي امتیاز تر څنګ د الله جل جلاله رضا په پام کې ونیسي، له منکراتو ځان وساتي او د خپل مسلک ترڅنګ د دیني پوهاوي او مطالعې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دغه شپږ ورځني کورس کې د څېړنې پېژندنه، د څېړنې د موضوع له انتخاب څخه تر پایلې پورې مراحل، د څېړنې ستونزې، د فرضیو جوړول، د څېړنې ډیزاین انتخاب، نمونه اخیستل، د معلوماتو ایډیټ او تحلیل، د معلوماتو نندارې، د څېړنې اخلاقي اصول او د څېړنیزې لیکنې پر بهیر هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد کورس د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونیت او د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا آمریت په همغږۍ جوړ شوی و، چې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې کیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS