د آنلاین کورسونو جوړولو پروسې په اړه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۲۱
رذلبذرلا

 یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له دویمې نيټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز او د بريښنایي زده کړو کمېټې سره په همغږۍ د استادانو لپاره پرلیکه کورسونو جوړولو یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنک، په خپلو خبرو کې وويل؛ لوړو زده کړو وزارت غواړي چې ټول مضامين ثبت کړي او د دغه ورکشاپ هدف دا دی کوم معيارونه چې دلته تشريح کېږي، ټول استادان باید ورباندې پوه شي.
په دغه ورکشاپ کې د آنلاين کورسونو او سلایډونو جوړولو په اړه مفصل معلومات ارايه کړل شول، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل روښان حيران، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنيار شمس الرحمن ځدراڼ، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار عزیزالله ذهين لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د شيخ زايد پوهنتون ټولنیزو او طبیعي علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.

په یادو مجلو کې د ټولنيزو او طبیعي علومو په بېلا بېلو موضوعاتو باندې لیکل شوي ۳۳ څېړنيزې مقالې شاملې دي، چې د قرآن کريم د جلا جلا نزول حکمتونه، په اسـ.ـلامي فقه کې د امـ.ـير شرطونه، کم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۲۱
Background image

د آنلاین کورسونو جوړولو پروسې په اړه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له دویمې نيټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز او د بريښنایي زده کړو کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي فارغانو د طبي شورا په ازموینه کې لوړ مقامونه خپل کړل.

د شيخ زايد پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغو شویو محصلانو د طبي شورا (NMLE) په ازموینه کې چې د هېواد په کچه اخيستل کېږي، درېیم او پنځم مقامونه خپل کړل.

BACK TO NEWS