د آنلاین کورسونو جوړولو پروسې په اړه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
Mon, Nov 24 2025 11:21 AM
رذلبذرلا

 یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له دویمې نيټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز او د بريښنایي زده کړو کمېټې سره په همغږۍ د استادانو لپاره پرلیکه کورسونو جوړولو یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنک، په خپلو خبرو کې وويل؛ لوړو زده کړو وزارت غواړي چې ټول مضامين ثبت کړي او د دغه ورکشاپ هدف دا دی کوم معيارونه چې دلته تشريح کېږي، ټول استادان باید ورباندې پوه شي.
په دغه ورکشاپ کې د آنلاين کورسونو او سلایډونو جوړولو په اړه مفصل معلومات ارايه کړل شول، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل روښان حيران، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنيار شمس الرحمن ځدراڼ، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار عزیزالله ذهين لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS