د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.
په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.
ياده ليدنه چې د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې ترسره شوه، د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو له پوهنتون څخه د وینې بانک سره د همکارۍ غوښتنې تر څنګ په یو شمېر نورو مسايل خبرې وشوې او د دواړو خواوو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام نهمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان۴مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۲۵مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
