د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو تر منځ د سیمینارونو وړاندې کولو سيالي تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۶
bhghgjn mjjh

د شيخ زايد پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي فرعي کمېټې له لوري د محصلانو څخه د رقابتي سیمینارونو سیالي تر سره شوه.
 ياده سيالي کې چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي څلورو څانګو ( پښتو، دری، انګلیسي او اردو) څخه ممتازو محصلانو برخه لرله، په پایله کې د انګلیسي څانګې د درېیم ټولګي څخه یو تن محصل ښاغلی خالد د معین زوی وکولی شول، د پوهنځي په کچه د دې سیمینار ګتونکی شي.
 دغه سیمنارونه چې د محصلانو ظرفيت لوړونې په موخه برابر شوي و، د هرې څانګې په نماینده ګۍ یو تن استاد د ژوري هیئت په توګه ټاکل شوی و او په پوره شفافیت سره دغه سیمینارونه و ارزول شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS