پوهنتونونو کې د اعتبار سند ترلاسه کولو او ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۲
sdcvbbngh

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۲مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې د پوهنځیو رئيسانو لپاره په پوهنتونونو کې د اعتبار سند تر لاسه کولو او ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ وړاندې شو.
په دغه ورکشاپ کې پوهنتونونو کې د اکاډميک اعتبار پروسه، د اعتبار تر لاسه کولو او ساتنې پروسه، د کيفيت تضمين او اعتبار ورکؤنې لپاره د نوي چوکاټ عمومي جوړښت او معیارونو، د هرې مرحلې لپاره د تعيين شوي چکليست، ټاکل شويو نومرو او فيصدۍ معلومولو، د لومړۍ او دوهمې دورې د اعتبار ساتنې او د دايمي اعتبار ساتنې شرايطو، د شيخ زايد پوهنتون د لومړۍ دورې د اکاډميک اعتبار سند ساتنې  په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
ياد سیمینار د شیخ  زايد پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند استادانو مسلکي پرمختیا مرکز او تضمين کیفيت آمريت په ګډه همکارۍ برابر شوی و، چې د تضمین کیفيت  آمر پوهنوال حسام الدین رحیم زي لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS