د اداري کارکوونکو ظرفيت لوړونې په موخه د کمپيوټر ورکشاپ پيل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۹
,lkkmjknhbjhg

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د کمپيوټر او افس پروګرامونو یو مياشتنی ورکشاپ پیل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیريت لخوا برابر شوی دی، چې د کمپيوټر ساینس پوهنځي دوو استادانو، پوهنمل کوهرشاه ګوهري او پوهنمل محمد شریف حیدر لخوا یې د تدریس چارې په مخ بېول کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS