د پوهنتون ټولو علمي، اداري کارکوونکو او محصلانو ته په دیني موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۵
nnjmkhj,k

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۷مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته د افتخاري شیوخو کرامو لخوا دیني درسونه وړاندې شول.
 يادو درسونو په لړ کې د احزابو پېژندنه، د احزبو نواقص او مخنیوي دلایل، مذهب او تقلید اړوند موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول.
دغه درسونه د شيخ زايد پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت په هڅو برابر شوي و، چې د شيخ الحدیث خیر الله شاه احقر او مفتي عید محمد عباسي لخوا وړاندې شول.
د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته څو ځله په بېلا بېلو دیني او عقیدوي موضوعاتو باندې په یو ځایي ډول درسونه وړاندې شوي دي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

BACK TO NEWS