شیخ زاید پوهنتون کې د ماسټري برنامو بایومتریک پروسه پیل شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۴:۰
ازموینط راپور۱

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۰مې نيټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د دوه ماسټري برنامو حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې (د جزاء حقوق او جرم پیژندنه)، د ادبیاتو په برخه کې د (پښتو ژبه او ادبیاتو) څانګو ته د نوماندانو بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوه، چې نن ورځ تر ناوخته پورې به دوام وکړي.

د يادو ماسټري برنامو لپاره شاخوا سل کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې ازموینه به یې سبا جمعه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۴مه ڼېته سهار اووه (۷:۰۰) بجې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې واخیستل شي.

نشراتو او عامه اړیکو امريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د خزاني سمستر د پای آزموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون خزاني سمستر د ټولو پوهنځیو د پای آزموینې پیل شوې، چې د ازموینو له صحنو څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب چې د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۵۳
Background image

نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په اړه يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پراختيا مرکز له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو نويو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې يو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي چاپېريال پوهنې، د طب پوهنځي صغيره جراحي، عمومي داخله او عقلي ـ عصبي، د وترنري علومو غذایي موادو حفظ الصحې او ټکنالوژي، عمومي ښوونې او روزنې، د اقتصاد. . .

BACK TO NEWS