د امربالمعروف قانون د تنفيذ کمېټې غونډه تر سره شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۹:۵۷
امربالمعروف قانونو غونډه

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له ۱۵مې نیټې سره یۍ سمون درلود، شيخ زايد پوهنتون کې د امربالمعروف قانون د تنفیذ کمېټې غونډه د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم تر مشرۍ لاندې، چې د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي عزت نور، د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل او د کمېټې غړو ګډون کړی و تر سره شوه.

د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حقاني په خپلو پرانیستونکو خبرو کې وويل؛ چې په پوهنتون کې اصلاحي برنامې په ښه ډول روانې دي، د امربالمعروف قانون په ښه ډول پلی شوی دی او د پوره تطبیق لپاره یې نورو هڅو ته اړتيا ليدل کېږي، چې يادې برخې ته به په ګډه کار کوو، تر څو پوهنتون په دیني فضاء لا معطر او ښکلی شي.

ياده غونډه کې د محصلانو صورت او سيرت د سنتو موافق برابرول، د فرمانونو د تطبيق لارې چارې او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS