د ژباړې او تألیف لارښود په اړه استادانو ته یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۱:۳۱
ژباړط اږ تالیف ورکشاپ

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې استادانو ته د ژباړې او تألیف لارښود تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونيت اړوند د علمي څېړنو آمریت لخوا ترتیب او د شیخ زاید پوهنتون دوولسو پوهنځیو علمي کادر غړو لپاره په لاره اچول شوی و، پکې د سریزې لیکنه، د درسي او ممد درسي کتابونو تألیف او ژباړه، د تألیف او ژباړې جوړښتيز معیارونه، ماخذ لیکنه او ورته نورو موضوعاتو باندې د شیخ زاید پوهنتون دوو تنو علمي کادر غړیو هر یو پوهنوال زرولي صدیقي او پوهنیار زاهد الله ذهين لخوا معلومات وړاندې شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS