شيخ زايد پوهنتون کې د خصوصي تحصیلي نهادونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵
تاذلربز

نن دوشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له درېیمې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث محمد نسیم حـ.ـقانـ.ي، چې د پوهنتون مرستيالانو هم حضور درلود، د پوهنتون ریاست مقام کې د خوست ولایت دعوت، پامیر، ابدالي طبي او بایزید روښان لوړو زده کړو تحصیلي مؤسسو مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

په یاده ناسته کې د خصوصي تحصیلي نهادونو لخوا ځینې ستونزې شریکې شوې، چې د پوهنتون رهبري لخوا ورته د هر ډول همکاریو او د ستونزو حل لپاره ډاډ ورکړل شو.

همدارنګه د پوهنتون رهبري لخوا د يادو خصوصي تحصیلي نهادونو په ځینو برخو کې د نيمګرتياوو شتون په ګوته او د حل لپاره یې د ګامونو اخیستلو سپارښتنه وشوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS