د شيخ زايد پوهنتون رئيس له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۴۵
تدرسیسي

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم ح.قـ.ـاني، د پوهنتون مرستيالانو او د تدریسي روغتون سرطبیب په ملتیا له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
د ځینو غیر فعالو ماشین آلاتو د بیا فعالولو، د خدماتو د لا ښه کولو او په راتلونکي کې د روغتون لپاره د درملو د قرارداد په اړه، چې په جريان کې دی خبرې وشوې.
د درملو ياد قرارداد چې په نږدې راتلونکي کې به تر سره شي، د روغتون د درملو کموالي ستونزه به تر ډېره حل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS