اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۴۷
ړړدذالرز

اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت لخوا د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت سره په همغږۍ، اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ د سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد په پرانیستونکي وینا کې د اسلام له نظره د ادارې او مدیریت د ارزښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په دغه ورکشاپ کې به اداري کارکوونکو ته اداره، د اسلام له نظره اداره او مدیریت، د ادارې اساسات، د سالمې ادارې ځانګرتیاوې، مدیر، مدیریت، د مدیریت اصول، پلان جوړونه، اهداف ټاکل او ورته نور موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شي. یادو چې دغه ورکشاپ به سبا ته هم دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت لخوا د شیخ زاید پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د اداري شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

تېره ورځ د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۹مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته د شيخ

BACK TO NEWS