اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
Tue, Jan 21 2025 2:47 PM
ړړدذالرز

اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت لخوا د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت سره په همغږۍ، اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ د سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد په پرانیستونکي وینا کې د اسلام له نظره د ادارې او مدیریت د ارزښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په دغه ورکشاپ کې به اداري کارکوونکو ته اداره، د اسلام له نظره اداره او مدیریت، د ادارې اساسات، د سالمې ادارې ځانګرتیاوې، مدیر، مدیریت، د مدیریت اصول، پلان جوړونه، اهداف ټاکل او ورته نور موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شي. یادو چې دغه ورکشاپ به سبا ته هم دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS