شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
azmuyani

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
د شيخ زايد پوهنتون ادارې د يادې ازموینې په منظم او ښه شان تر سره کېدو په موخه بېلا بېلې کمېټې ګمارلې دي، تر څو د ازموینې هر اړخيزه څارنه وکړي او ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي.
باید یاده کړو چې شيخ زايد پوهنتون د ملک او سيمې په کچه ستر علمي مرکز دی، چې د ټولنې پرمختګ او ځوان نسل د ښې روزنې په موخه شپه ورځ نه ستړي کېدونکي هڅې کوي او په دغه لاره لا پرمختګ ته ژمن دی.
نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۵مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۱۰مه
 ۲۰۲۶ م کال د جولای لومړۍ
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS