غوره سيمينار وړاندې کونکي محصلان وستایل شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۲۸
یصثقف

نن یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د دوولسو پوهنځیو ممتاز محصلان د امام ابوحنیفه رحمة الله د غونډو په تالار کې د یوې ستاینغونډې په مهال وستایل شول.

په غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د پوهنځیو منتخبو محصلانو لخوا ترتیب شوي سیمینارونه په بېلا بېلو موضوعات باندې وړاندې شول.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار په خپله وینا کې وویل: ((ګرانو محصلانو! تاسې د پوهنځیو په سطحه ستوري یاست، شپې مو رڼې کړي، تاسې د ډېر لوړ تقدیر لياقت لرئ، د خپلو وړتیاوو پر مټ به په راتلونکي کې د هېواد په تحصیلي انقلاب کې مهم رول اداء کوئ.))

غونډه د ممتازو او غوره سیمینار وړاندې کوونکو محصلانو ته د ستاینلیکونو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۱۵مې نيټې سره سمون لري، د محصلانو چارو معاونيت له لوري درسونو ته د محصلانو لا تشویق او ظرفيت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو منبع الـ.ـجـ.ـهاد مـ.ـدرسې ته علمي سير تر سره کړ.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۴مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون دوولسو پوهنځیو یو شمېر محصلانو د محصلانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سيرت په اړه غونډه تر سره شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۱۳مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم تر. . .

BACK TO NEWS