نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په دغه سیمينار کې د فرهنګ او کلتور پېژندنه، توپیرونه یې، اسـ.ـلامي او افغاني مشترک فرهنګونه، غوره او ناوړه کلتورونه، فرهنګي یـ.ـرغل او د غورو کلتورونو ترويج او ساتنې موضوعاتو باندې هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
ياد سیمینار د شيخ زايد پوهنتون عمومي فرهنګي کمېټې لخوا د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو یوسف رحمه الله د غونډو په تالار کې برابر شوی و، چې د وترنري علومو پوهنځي استاد او د یادې کمېټې غړي پوهنيار بشیر احمد مسرور لخوا وړاندې شو.
ورځ: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول ۲۲مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۱۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
