غوره سيمينار وړاندې کونکي محصلان وستایل شول.

szu_admin
ثلاثاء, ديسمبر 10 2024 12:28 مساء
یصثقف

نن یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د دوولسو پوهنځیو ممتاز محصلان د امام ابوحنیفه رحمة الله د غونډو په تالار کې د یوې ستاینغونډې په مهال وستایل شول.

په غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د پوهنځیو منتخبو محصلانو لخوا ترتیب شوي سیمینارونه په بېلا بېلو موضوعات باندې وړاندې شول.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار په خپله وینا کې وویل: ((ګرانو محصلانو! تاسې د پوهنځیو په سطحه ستوري یاست، شپې مو رڼې کړي، تاسې د ډېر لوړ تقدیر لياقت لرئ، د خپلو وړتیاوو پر مټ به په راتلونکي کې د هېواد په تحصیلي انقلاب کې مهم رول اداء کوئ.))

غونډه د ممتازو او غوره سیمینار وړاندې کوونکو محصلانو ته د ستاینلیکونو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS