غوره سيمينار وړاندې کونکي محصلان وستایل شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۲۸
یصثقف

نن یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د دوولسو پوهنځیو ممتاز محصلان د امام ابوحنیفه رحمة الله د غونډو په تالار کې د یوې ستاینغونډې په مهال وستایل شول.

په غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار، استادانو او محصلانو ګډون کړی و. د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د پوهنځیو منتخبو محصلانو لخوا ترتیب شوي سیمینارونه په بېلا بېلو موضوعات باندې وړاندې شول.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار په خپله وینا کې وویل: ((ګرانو محصلانو! تاسې د پوهنځیو په سطحه ستوري یاست، شپې مو رڼې کړي، تاسې د ډېر لوړ تقدیر لياقت لرئ، د خپلو وړتیاوو پر مټ به په راتلونکي کې د هېواد په تحصیلي انقلاب کې مهم رول اداء کوئ.))

غونډه د ممتازو او غوره سیمینار وړاندې کوونکو محصلانو ته د ستاینلیکونو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۹/۳۰ - ۱۰:۲۲
Background image

تدریسي روغتون سره د نړیوالې روغتیایي ټولنې لخوا طبي مرسته وشوه.

پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الآخرة مياشتې له ۱۷مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون سره د نړیوالې روغتیایي ټولنې لخوا طبي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۵۷
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري شورا ناسته تر سره شوه

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الآخرة مياشتې له ۱۵مې نيټې سره سمون لري، د رهبري شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد په. . .

BACK TO NEWS