شیخ زاید پوهنتون کې د کادري ازموینې ترڅنګ د څلورو پروژو پرانسیته وشوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۹
غونډه


د پرانیستنې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس انجینر حسن عزام او ورسره مل پلاوی، د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون

معاویه، د خوست ولایت مرستیال مولوي محمد انور دین پرور، د پوهنتون علمي ، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ژورنالیستانو ګډون درلود.

غونډه

مراسم د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد ولید اسحق زي لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول.

په سرکې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه په خبرو کې زیاته کړه، چې د تدریسي روغتون فعالول د خوست میشتو ارمان او هیله وه چې پوره شوه، د شیخ زاید راډیو فعالول هم د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصلینو غوښتنه وه، چې د نظري زده کړو ترڅنګ به عملي زده کړې هم پکې ترسره کوي، حیواني کلینیک چې د اقتصادي اړخه ډیر اهمیت لري، یو مهم ضرورت و او د کرنې پوهنځي څیړنیز فارم لابراتوار هغه پروژې دي، چې تاسو یې د پرانیستنې په مراسمو کې د ګډون شاهدان یۍ.

غونده

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خبرو کې وویل چې پوهنتون ته تګ روح ته سکون ورکوي او زیاته یې کړه چې په یادو پروژوکې به محصلین په اړوند برخو کې عملي زده کړې کوي، چې له همدې لارې به هیوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

د کادري ازموینې په اړه ښاغلي خیرخواه وویل چې هیڅ ډول درغلي به پکې ونه لیدل شي او په پوره شفافیت سره به ازموینه اخیستل کيږي، ښاغلي خیرخواه ټینګار وکړ هڅه مو داده، چې په علمي ډګر کې په سم ډول ښه خدمات وړاندې کړو.

د خوست ولایت مرستیال محمد انور دین پرور هغه چاته چې د شیخ زاید پوهنتون اساس یې ایښی دعا وکړه او دا کار یې یونیک او پرځای اقدام وباله چې په زرګونو محصلین په کې زده کړي کوي. ښاغلي دین پرور وویل چې هر چاته په کار ده، چې له رسمي وخت څخه پرته زیات کار ترسره کړي او داسې کارونه انجام کړي ترڅو په راتلونکې کې یې خلک په نیک نامونو یاد کړي.

د شیخ زاید علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالطیف رحیمي د کادري ازموینې په طرزالعمل خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کادري ازموینه باید د هر ډول تقلب څخه خالي وي او تاسو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ درکوو، هڅې مو دادي چې هغه کسان استخدام شي چې په رښتیني مانا استعداد ولري.

غونډه

د غونډې په پای کې د خوست ولایت د فعالو ځوانانو لخوا د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي لطف الله خیرخواه او د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه ته د ویاړ لونګۍ ورپرسر کړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي دوویشتمې دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

نن جمعه هغه غونډه چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستيالانو، د طب. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت د ۱۴۰۲ هـ.ش کال کړنې او لاسته راوړنې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريکې کړې.

د یادې خبري ناستې په ترڅ کې د پوهنتون ادارې لخوا د اعتبار ساتلو تر څنګ تېر یو کال د پام وړ لاسته راوړنې؛ لکه د طبيعي علومو ملي سمپوزيم چې د ټول هېواد په کچه رابلل شوی و، ۸۵ څېړنيزې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۷
Background image

شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو. . .

BACK TO NEWS