شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه

szu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۰:۴۷
 شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه


شیخ زاید پوهنتون کې د پورتني عنوان لاندې شروع شوي د سمینارونو لړۍ ، چې د محصلانو چارو معاونیت د میلمه استاد ( Guest Lecturer) برنامې لاندې په (۲۴/۶/۱۳۹۹) نیټه شروع شوي وه، نن ورځ (۲۶/۶/۱۳۹۹) پای ته ورسیده.

 شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه
پدې لړۍ کې د پوهنتون اخري کال محصلانو ته د دریو ورځو په ترڅ کې دا ورزده شول، چې څنګه کولای شي د شفافې پروسې له لارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په چوکاټ کې دندې ومومي.
د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شفیع ګل شفیقي ددې پروګرام وړاندې کوونکي استاد عبدالبصیر سباوون او ورسره مله ملګرو څخه د پوهنتون رهبرۍ په نمایندګۍ مننه وکړه او ترڅنګ یې خپلو خبرو کې یاد، پروګرام ګټور وباله او زیاته کړه ، چې فارغیدونکو محصلانو سره د دندو په پیدا کولو کې پوره مرسته کولای شي .

 شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داود بابکرخیل هم د استاد سباوون له ټیم څخه مننه وکړه چې په پوره فصاحت ، بلاغت او حوصلې سره یې محصلانو ته سمینار وړاندې کړ.
بابکرخیل زیاته کړه چې د پوهنتون رهبرۍ تل هڅه داده، چې هیواد او تولنې ته د غوره خدمت په موخه ښه روزل شوی او د وخت پر غوښتنو سمبال کادرونه وړاندې شي.

 شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه
د پروګرام درېیمې ورځې وروستۍ برخه ، د مهال ویش مطابق ښځینه محصلانو ته ځانګړي شوي وه ، تر څو دوی هم لکه د نورو نارینه ځوانانو په څېر هم ددې پروګرام له ګټو برخمنې شي. د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام کې ټول ټال ۱۵ صنفه نارینه او ښځینه محصلینو ته وړاندې شول.

 شیخ زاید پوهنتون کې د ملکي خدمتونو دندې ته څنګه ومنل شو تر عنوان لاندې د ور کشاپونو لړۍ پیل شوه
د کار موندنې پوهاوي پروګرام وروستي شیبو کې استاد سباوون د شیخ زاید پوهنتون له رهبرۍ د زره له تله مننه وکړه او ویې ویل (( زه ددې پوهنتون له رهبرۍ او په ټوله کې له هر فرد فرد که هغه محصل دی او که استاد زښته زیاته مننه کوم چې ماته يې سهولتونو په واک کې راکړي وو او هیڅ نوعه ستونزې سره مخ نشوم. ویاړم چې د هیواد په یوه مهم ولایت کې داسې پوهنتون لرو. ))
وروسته د پوهنتون رهبرۍ لخوا استاد سباوون ته د ستاینلیک ورکړې تر څنګ د افغاني دود له مخې د ښې کارکردګۍ په پار لنګۍ هم ور په سر کړل شوه.
په پای کې پروګرام د یوه باثباته او سیال افغانستان په هیله پای ته ورسید

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته تر سره کړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل طبي پوهنتون محصلانو د شيخ زايد پوهنتون له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه.

د کابل طبي پوهنتون (ابو علي ابن سینا) څخه شيخ زايد پوهنتون ته په علمي سفر راغلي د انسجام، نشراتو، دعوت او ارشاد آمرينو په ملتيا د محصلانو دېرش کسیزې ډلې د دې پوهنتون له بېلا بېلو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۴۰
Background image

محصلانو ته د وثایقو جوړولو تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۴مې نیټې سره یې سمون درلوده، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د شرعیاتو او. . .

BACK TO NEWS