شیخ زاید پوهنتون کې د تحقیق اساسات او د معلوماتو تحلیل په تړاو ۶ ورځنۍ رونیز ورکشاپ پیل شو

szu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۳۱
شیخ زاید پوهنتون کې د تحقیق اساسات او د معلوماتو تحلیل په تړاو ۶ ورځنۍ رونیز ورکشاپ پیل شو

نن ورځ ( ۴/۱۱/۱۳۹۹) د مسلکي پراختیا مرکز ( PDC) کې د تحقیق اساسات او د معلوماتو تحلیل په هکله شپږ ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ په شروع کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ګډونوالو ته د تحقیق او د معلوماتو تحلیل اهمیت په اړه خبرې وکړې . ښاغلي اریوبي وویل چې د هیواد پرمختګ او ټولینز ثبات کې د تحقیق رول څخه څوک سترګې نشي پټولای، د نړۍ پرمخ تلللي هیوادونه چې څومره نوي اختراعات او نوښتونه رامنځ ته کوي یو لامل یې همدا تحقیقات او د معلوماتو هر اړ خیز تحلیل دی. ښاغلي اریوبي پر ګډونوالو ټینګار وکړ ، چې له موقع ګټه پورته کړئ ترڅو هیوادو مو په سیمه کې سیال شي.

شیخ زاید پوهنتون کې د تحقیق اساسات او د معلوماتو تحلیل په تړاو ۶ ورځنۍ رونیز ورکشاپ پیل شو

ورپسې د ورکشاپ چمتو کوونکي استاد پوهنیار سید شاه ګل ویاړ د تحقیق لپاره د موضوعاتو ټاکلو باندې لنډه رڼا واچوله ، چې د تحقیق لپاره مسئله باید په واقع بینانه توګه وټاکل شي او اخلاقي قضاوتونه پکې دخیل نشي . استاد ویاړ زیاته کړه چې د تحقیق مسئله دې محدوده وي او محقق ته يې اړینه ده چې پر موضوع خبر او په اړه یې کافي تجربه ولري.

ورکشاپ کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو تر څنک د شیخ زاید پوهنتون هر پوهنځي پر سر دوه کسان ، چې د مسلکي پراختیا مرکز لخوا د ګډون په موخه دعوت شوي وو، ګډون درلود او یاد ورکشاپ به د دریو تکړه استادانو هر یو پوهنیار استاد سید شاه ګل ویاړ ، پوهنیار استاد حکمت الله لنګر او پوهنیار استاد ولي خان منیب لخوا وړاندې شي او تر شپږو ورځو پوري به دوام وکړي.

شیخ زاید پوهنتون کې د تحقیق په اړه ورکشاپ دایر شو

د یادونې وړ ده، چې شیخ زاید پوهنتون اداره د خپلو علمي او اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره وخت ناوخت ورته ډول روزنیز سیمینارونه دایر کړي دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS