شیخ زاید پوهنتون کې د افغانستان اساسي قانون اوولسمه کالیزه ونمانځل شوه

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Asasi Qanon 17th Seminar

نن ورځ د(۱۳۹۹/۱۰/۱۸) د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمدخان د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځغونډې په پار د پوهنتون کارمندانو ته په اساسي قانون د پوهاوي یو ورځینی سمینار وړاندې شو.

راټولیدنې ته د شیخ زاید پوهنتون ریئس پوهنمل حسین ګل اریوبي د اساسي قانون په تدریجي تکأمل او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل؛ چې په مجموع کې اساسي قانون د ټولنې هوسا ژوند تېرولو لپاره رامنځته کیږي او د اولس او حکومت ترمنځ د مناسباتو تامین ضامن دی. ښاغلي اریوبي وویل چې جمهوریت په اساسي قانون ولاړ دی او حکومت د خلکو په غوښتنه رامنځته کیږي او د خلکو د هوساینې لپاره د اساسي قانون له مخې په کار کولو مکلف کېږي.

د غونډې په بله برخه کې د حقوقو اوسیاسي علومو استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا په ټولنیز ژوند، جزا قانون، د بیان ازادي، د اتباعو تر منځ مساوات، د اساسي قانون د اسلاميوالي ځانګړتیا او د اسلام او مذهب سره د اساسي قانون اړیکو باندې سمینار وړاندې شو.

Asasi Qanon 17th Seminar szu

استاد عادل د سمینار په یوه برخه کې وویل چې د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهان پدې نظر دي، چې انسان هم ټولنیز او هم سیاسي موجود دی ، ځکه چې بیدون د ټولنیز ژوند څخه د نسل تولید نشي کیدای او سیاسي موجود ځکه دی، چې په ټولنه کې پرته د قوانینو ژوند نشي کولی.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس قاري پوهنمل محمد ولید اسحق زي په خپلو خبرو کې د اسلام اواساسي قانون روابط د ایات او احادثو له نظره ګډونوالوته بیان کړل، چې د ګډونوالو لخوا د دواړو استادانو معلومات د خوښۍ وړ وګرځیدل.

د یادولو وړ ده، چې د اساسي قانون اوونۍ هرکال د ولس مشر د فرمان په اساس د نورو ادارو په څېر په شیخ زاید پوهنتون کې هم نمانځل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

شیخ زاید پوهنتون د پکتیا ولایت مېشت زم زم لوړو زده کړو خصوصې موسسې سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

پرون ورځ ( ۱۳۹۹/جدي/۲۲ ) یکشنبې د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ او د زم زم لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د لاسلیک کیدو پرمهال د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خواشینۍ او تسلیت پیغام

ان الله وانا الیه راجعون! د شیخ زاید پوهنتون رهبري او پرسونل پدې درانه غم کې ځان د دوی کورنۍ او دوستانو سره شریک بولي. لاس په دعا یو چې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جميل صبر په. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور ریس محمداشرف غني لخوا د سولې په تړاو ویډیو کنفرانس ترسره شو

یاد کنفرانس کې چې د شیخ زاید پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ امریت ویدیوکنفرانس مدیریت په خونه کې د ویدیو کنفرانس په مټ تعقیب کیدلو، د شیخ زاید پوهنتون ريس پوهنمل حسین ګل اریوبي ترڅنګ د علمي. . .

BACK TO NEWS