شيخ زاید پوهنتون کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سیرت او مبارک ژوند په مناسبت غونډه تر سره شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۳۵
frtgh

د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سیرت او مبارک ژوند په مناسبت غونډه ترسره شوه.

په ياده غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحديث مسلمين راشد، شيخ الحدیث انورحسين حسیني، شيخ الحدیث شېر محمد حنیفي، د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو، استادانو، د بېلا بېلو مدارسو علماء کرامو او د شيخ زايد پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

په ياده غونډه کې د ويناوالو له لوري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سيرت، اخلاقو او د ژوند په بېلا بېلو اړخونو باندې ويناوې وشوې، چې ځای ځای د نعت ویوونکو لخوا ترانمونه وړاندې شول، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه پکې شوې وه.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده، چې د دعوت او ارشاد آمریت او د محصلانو لخوا په ګډه برابره شوې وه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS