شيخ زايد پوهنتون کې له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلې شریکې شوې.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۱۳
ییبرزذرذ

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم له درېیمې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رياست په تالار کې د استادانو لخوا په بېلا بېلو موضوعاتو باندې تر سره شویو څېړنو پایلې ارائیه کړل شوې.

د مقالو د ارائیه کولو لپاره په رابلل شوې ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولـ.ـوي محمد نسیم حـ.قـ.اني، د شيخ زايد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس د کنفرانس ګډونوالو ته د ځان د اصلاح، مایوسۍ او بې حوصله توب څخه د ژغورولو په اړه خبرې وکړې، همدارنګه نوموړي سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې په سیمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو کې ګډونوال لا په شوق ګډون وکړي او خپل مسؤلیت اداء کړي.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو مرستيال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب د کنفرانس په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، نوموړي په ټولنه کې د څېړنو ضرورت، اهمیت او همدارنګه د یو هېواد او ټولنې ترقي د غوره څېړنو په اساس وبلله.

ياد کنفرانس کې چې د ژوري هیئت چارې یې د پوهنوال محمد خان نيازي، پوهنوال زرولي صدیقي او پوهنوال امان الله ځدران لخوا اداره کېدې، پوهنمل دوکتور احسان الله احسان، پوهنمل سید شاه ګل وياړ، پوهنيار امير محمد صابر، پوهنوال محمد شفیق مندوزي، پوهنوال امان الله ځدراڼ، پوهنوال مياولي شاه مياخېل، پوهنوال محمد خان نيازي، پوهنوال عبدالرحمن رحیمي، پوهنوال زرولي صدیقي، پوهنمل مشفق اصولي، پوهنمل فرید الله فرید، پوهنمل مير سبحان مجدیدي، پوهنمل سید مرجان سروري، پوهنمل فاروق جان منګل، پوهندوی دوکتور سبحان الله شهاب، پوهنمل عبدالصمد روښان، پوهنيار مسعود قائد او پوهنيار واحدالله زيار لخوا د خپلو تر سره کړیو څېړنو پایلې له ګډونوالو سره شريکې او د ټاکل شوي ژوري هیئت لخوا مثبتې و ارزول شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۳۴
Background image

په شیخ زاید پوهنتون کې د کیفیت لوړونې پروسې د ښه تطبیق په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د کیفيت لوړونې آمريت له لوري د ترتیب شوي مهالوېش مطابق د نهاد په کچه د دې پوهنتون د معاونیتونو، رياستونو، کادري او اداري آمريتونو، څانګو، فرعي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې شریکې شوې.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۵۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS