شيخ زايد پوهنتون کې د کیفيت لوړولو، اعتبار تر لاسه کولو او ساتنې د عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
تالذربلذد

په ياد ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حقـ.ـاني، مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو،  کادري او اداري آمرينو او د کمېټو غړو ګډون کړی و.
په دغه ورکشاپ کې د نوي چارچوب (چوکاټ) مطابق د کیفيت لوړونې یوولس معيارونه تشريح شول او اړندو معاونيتونو او آمريتونو ته دنده وسپارل شوه چې د ياد چارچوب مطابق خپلې چارې تنظيم کړي.
ياد ورکشاپ د علمي معاونيت اړوند کيفيت لوړونې آمريت له لوري برابر شوی و، چې د پوهنوال حسام الدين رحيم زي له لوري وړاندې شو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام اتمه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان درېیمه
 ۲۰۲۶ م کال د جون ۲۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د خزاني سمستر د پای آزموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون خزاني سمستر د ټولو پوهنځیو د پای آزموینې پیل شوې، چې د ازموینو له صحنو څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب چې د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۵۳
Background image

نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په اړه يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پراختيا مرکز له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو نويو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې يو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي چاپېريال پوهنې، د طب پوهنځي صغيره جراحي، عمومي داخله او عقلي ـ عصبي، د وترنري علومو غذایي موادو حفظ الصحې او ټکنالوژي، عمومي ښوونې او روزنې، د اقتصاد. . .

BACK TO NEWS