د کیفيت لوړونې په برخه کې د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرينو او د فرعي کمېټو مسؤلینو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۹
uiopl

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت تر چتر لاندې د کیفيت لوړونې آمریت له لوري د مسلکي پرمختيا مرکز په همکارۍ، د اعتبار ورکؤنې سند د خوندیتوب په موخه د څانګې اړوند چکلیست او د ترتیب شویو پلانونو د تطبیق، راپور ورکؤنې او هم د شواهدو راټولولو په تړاو د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د علمي چارو مرستيال پوهنيار نورالله حسین خېل د څانګو آمرينو او استادانو ته په خپله وينا کې هغوی خپلو ور سپارل شویو دندو ته متوجه کړل او زياته یې کړه چې ياد ورکشاپ یو ښه فرصت دی، چې خپلو ستونزو او مشکلاتو ته پکې د حل لاره ومومئ او په ښه ډول ګټه ترې پورته کړئ.

ياد ورکشاپ چې دوه ورځې به دوام وکړي د شيخ زايد پوهنتون کیفيت لوړونې آمر پوهنوال حسام الدین رحيم زي لخوا وړاندې کيږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS