د چاپېريال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ارايه کړل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۲:۳۶
asdr

دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش د لړم مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له دویمې نېټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د (چاپېريال ساتنې عامه پوهاوي) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سيمينار تر سره شو.

ياد سیمینار کې د شيخ زايد پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، چې د چاپېريال پېژندنه، د چاپېريال ساتنې علم اهميت، د ټولنيز او انجینري اړخه د چاپېريال علم تحلیل، چاپېريال ساتنه، د اقليم بدلون او عوامل یې، د هوا ککړتيا، اتموسفېر پېژندنه، د اوزون طبقې تخریب او زيانونه یې او د اوزون طبقې د تخريب اساسي عواملو په اړه معلومات ورکړل شول.

ياد سيمينار چې یوه ورځ یې دوام وکړ د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي استاد پوهندوی شفيع ګل شفیقي لخوا د محصلانو معاونیت په همکارۍ وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS