د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
رزلیسالیقفلبی

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره سمون لري، په شیخ زاید پوهنتون کې (د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت) تر عنوان د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو. 
په پلان کې ده چې سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر د چاپېریال ښکلا لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ زینتي او مېوه لرونکي ونې د پوهنځيو شاوخوا سربېره، د شرعیاتو پوهنځي ودانۍ تر څنګ، څېړنیز فارم او د پوهنتون په بېلا بېلو برخو کې کېنول شي. 
یاد اشر د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند خدماتو آمریت په هڅو ترسره کېږي، چې د یادو نیالګیو اوبو کولو لپاره ځانګړی سیستم لري او په منظم ډول سره به اوبه کړای شي، چې ورسره به د پوهنتون چاپېریال ښکلی او هوا به یې پاکه شي.  
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS