د ټولنیزو علومو پوهنځی لرلید او رسالت

د ټولنيزو علومو پوهنځي بنسټيزې موخې

    • ملي او فرهنګي روحيې پياوړي کول او له هر ډول تبعیض سره مبارزه کول.
    • د ټولنيزو اړتياو له مخې ټولنې ته متدين، په وطني مينه سمبال، وړ او مسلکي اشخاصو روزل.
    • پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو تعلیمي مؤسسو لپاره د ټولنیزو علومو مسلکي کادرونو روزل
    • د ټولنيزو څيړنو لپاره دداسې څيړونکو روزل، چې ټولنيزې ستونزې تشخیص او د حل لاره ورته ومومي.
    • د ټولنیزو او سیاسي موسسو لپاره په ټولنیزو چارو کې د کارپوهانو روزل.
    • دولتي او خصوصي ادارو لپاره اداري کادرونو او اداره چيانو روزل.
    • په ملي او نړيواله کچه د ټولنيزو شخړو د حل لپاره د شنونکو او مبتکرينو روزل.
    • د ټولنې د سالمې رهبرۍ لپاره زيار ويستونکو زعامتونو او قيادتونو وړاندې کول.  

لرلید (Vision )

ټولنيزو علومو پوهنځي به د يوه منظم او کيفيت لرونکي ښوونيز سيستم له لارې، ټولنې ته متدين او مسلکي کادرونه د ښوونکو، څيړونکو او رهبرانو په توګه وړاندې کړي.

رسالت (Mission)

    ټولنیزو علومو پوهنځی مسؤليت لري، چې د معتبرو ملي او نړيوالو پوهنتونونو له تجربو څخه په ګټې اخيستنې او د يو معياري او سالم ښوونيز چاپيریال په رامنځ ته کولو، د استادانو او محصلانو علمي او مسلکي ظرفيتونه لوړ، په ملي او نړيواله سطحه د ټولنيزو مسايلو د څيړلو امکانات برابر او خپلې ټولنې ته د ورځنیو اړتياو مطابق غوره انساني ځواک وروزي.

ارزښتونه (Values)

  1. د اسلام سپيڅلي دين او وطن پالنه؛
  2. باکیفیته لوړې زده کړې؛
  3. د څېړنې کلتور رامنځته کول؛
  4. سالمه اداره او اغیزمنه رهبري؛
  5. د اکاډمیکه ازاد؛  
  6. حساب ورکونه
  7. په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنیوی
  8. له هر قسم تبعیض سره مبازره کول

کورپاڼه