دیدګاه رسالت و ارزشها پوهنځی اجتماعیات
- لرلید (Vision )
ټولنيزو علومو پوهنځي به د يوه منظم او کيفيت لرونکي ښوونيز سيستم له لارې، ټولنې ته متدين او مسلکي کادرونه د ښوونکو، څيړونکو او رهبرانو په توګه وړاندې کړي.
- رسالت (Mission)
ټولنیزو علومو پوهنځی مسؤليت لري، چې د معتبرو ملي او نړيوالو پوهنتونونو له تجربو څخه په ګټې اخيستنې او د يو معياري او سالم ښوونيز چاپيریال په رامنځ ته کولو، د استادانو او محصلانو علمي او مسلکي ظرفيتونه لوړ، په ملي او نړيواله سطحه د ټولنيزو مسايلو د څيړلو امکانات برابر او خپلې ټولنې ته د ورځنیو اړتياو مطابق غوره انساني ځواک وروزي.
- ارزښتونه (Values)
- د اسلام سپيڅلي دين او وطن پالنه
- باکیفیته لوړې زده کړې
- د څېړنې کلتور رامنځته کول
- سالمه اداره او اغیزمنه رهبري
- د اکاډمیکې ازادۍ
- حساب ورکونه
- په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنیوی
- له هر قسم تبعیض سره مبازره کول