د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې هیئت د شيخ زاید پوهنتون له رئیس سره وليدل.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۱
gfds

د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د خوراک او کرنې (UNFAO) برخې ادارې هیئت د شيخ زايد پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، مالي او اداري چارو مرستيال پوهنمل مفتي عزت نور، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل اختر جمال جمالي چې د يادې برخې مدیران هم موجود و وليدل.

په ياده ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون شاوخوا کې د ځنګلي ساحو د احداث په اړه خبرې وشوې او د يادې ساحې لپاره په لازمو وسایلو لکه: د ځنګلي ساحو په منځ کې د سرکونو جوړول، د ځنګلي ساحې په پاسنۍ برخه کې د آبيارۍ لپاره د اوبو ټانکي جوړول، د پوهنتون په داخل کې د اوبو رسولو سیستم، د شاخه بوري وسايلو برابرول، د ځنګل سانتې لپاره د کټارو جوړول، د ځنګل آبياري کولو لپاره د ژورو څاه ګانو کيندل، له ځنګل سره نږدې ساحه کې د نيالګیو ذخيره جوړول، د نباتاتو د ناروغيو او افتونو لپاره کيمياوي درملو برابرول او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې، چې د يادې مؤسسې څخه راغلي هیئت لخوا په ځينو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS