د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت تاریخچه:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز یا (ICT Center) په ۱۳۹۷ کال کې د نړیوال بانک په مالې مرسته د لوړو زده کړو وزارت د (HEDP) همکارې موسیسې لخوا جوړ شوی، چې کابو ۴۳میلیونه افانۍ لګښت پرې شوی دی او دا مهال په نورمال ډول فعال دی.
یاد شوی سنټر د ننني عصر په پرمختللو وسایلو سمبال او مجهز دی ،د پوهنتون د ضروریاتو مطابق يې تخنیکې ډیزاین د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو او د معلوماتې ټکنالوژی آمریت کارمندانو او د نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت د پرمحتیایی پرواګرام متحصیصینو لخوا ترسره شوی نوموړی سنټر د یو کمپیوټرلیب ،یو ترینینګ روم ،سرور روم او پاور رووم درلودونکی دی د دغه سنټر د تخنیکې وسایلو لپاره د یاد بنسټ لخوا د شمسیو برق اماده شوی .
په نوموړي سنټر کې د شیخ زاید پوهنتون اکثرأ سمینارونه ،ورکشاپونه او ترینیګونه داېریږي ځګه چي نوموړی سنټر په برښنا پروجکتور او نورو مجهزو وسایلو سمبال دی، له بل طرفه د نوموړی سنټر موقعیت د کتابتون په ودانۍ کی دی چې محیط يې ارام او مناسب دی .
نوموړی سنټر څخه هره ورځ د شیخ زاید پوهنتون زیات شمیرمحصلین د خپلو کورنیو دندو او نورو تحیقیقی مسایلو په پیدا کولو کې استفاده کوي دا چې شیخ زاید پوهنتون ته پخوا MBps ۱۵۵ سرعت سره انټرنیټ ورکول شوی ؤ. د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په هڅو او د انکشافي پلان اړوند په اوس کې MBps ۲۱۰ انټرنیټ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د افغان ټیلیکام مخابراتي او ټکنالوژیکې شرکت پواسطه اماده شوی او د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز د نوموړي انټرنیت سره وصل دی. د شیخ زاید پوهنتون ټولې تدریسي،اداري ،کدري روعتون، دواړه لیلیې، حیواني کلینیک او زراعتي فارم د نوموړي سنټر سره وصل دي په یادو ټول بلاکونو کې انټرنیت فعال دی استادان په خپلو تحقیقاتو او ریسرچ علمي کارونو کې او اداري کارمندان په اداري برخه کې د انټر نيټ څخه استفاده کوي چې اکثرأ وخت د ډیرو پوهنځيو استادان او د ځینو ادارو کارکوونکي د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز ته انټرنیت لپاره راځي چې یاد سنټر د شیخ زاید پوهنتون د تدریسی او اداري برخې زیاتې ستونزي حل کړيدي.
یو شمېر هغه محصلین چې د نوي ټکنالوژۍ سره ناشنا وي د یاد سنټر مسولینو لخوا نوموړيو محصلینو او د نورو ادارو کارکوونکو ته د ټکنالوژۍ سره د بلدتیا درس ورکول کیږي چې زیاتره محصلین او اداري کارکوونکي انفرادي مراجعه کوي.
📜 د ICT مرکز د استعمال پالیسۍ
داچې د بیت المال څخه سالمه استفاده او ساتنه شوي وي موږ د یاد سنټر د استعمال لپاره ځانګړي پالیسي لرو ترڅو د یاد سنټر ټولو وسایلو څخه پرځای استفاده ترسره شي، نوموړي پالیسي په لاندې ډول ده!
-
هر هغه اداري کارمند، استاد او محصل چې نوموړي سنټر څخه استفاده کوي باید د شیخ زاید پوهنتون د هویت کارت په غاړه کې ولري او د مهالویش مطابق خپل اکاډمیک موضوعات بشپړ کړي.
-
ټول مراجعین چې نوموړي سنټر ته د انټرنیت د استعمال لپاره راځي باید په ځانګړي لیست کې خپل ځان ثبت کړي او ټول معلومات په دقیق ډول سره ولیکي.
- په کمپیوټر لب کې په لوړ اواز په تلیفون او یاهم له نورو ملګرو سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړي .
- په لوړ اواز د انلاین زده کړو ویډیو ګانو ،بې مفهومه ،مزاحیه او د موسیقۍ ویډیوګانو د غږولو څخه ډډه وکړي خپل اکاډمیک موضوعات تعقیب کړي.
- د فیسبوک او غیرې اخلاقي ویب سایتونو له خلاصولو څخه ډډه وکړي او له اکاډمیکو ویب سایتونو څخه استفاده وکړي.
- که چیرې کوم کمپیوټر تخنیکې ستونزه ولري د ICT سنټر له مسولینو سره باید شریکه شي په داخل د سنټر که فلش ،مبایل او نور تخنیکې الات که پیدا شول د سنټر مسولینو ته بایدوسپارل شي .
- د کمپیوټر لب په کمپیوټرونو کې په خپل سر د سافټ وېرونو انسټال کولو او یاهم د سافټ ویرونو د ختمولو څخه ډډه وکړي که چیر ته پدې برخه کې د کومې ستونزي سره مخامخ شول د ICT سنټر له مسولینو سره تماس باید ونیول شي .
- د ICT سنټر ټول وسایل د مراجعینو د استعمال لپاره دي د میزونو،چوکیو،کمپیوټرونو،او نورو تخنیکې او غیر تخنیکي وسایلو سره بایداحتیاط او ساتنه يې وشي.
- کمپیوټر لیب ته د خپلو کمپیوترونو،بکسونو او نورو شیانو له راوړلو څخه باید ډډه وشي د سنټر په ځانګړي الماري کې باید خپل توکي کیښودل شي او بیا سنټر ته داخل شی .
- د کمپیوټر لب په داخل کې په مبایل کې د ویډیوګانو او سندرو غږولو څخه ډډه وشي د سنټر له کمپیوټرونو څخه استفاده وکړئ.
- که چیرته کوم شخص د ICT سنټر له کمپیوټرونو څخه د لوړو زده کړو وزارت د قانون ،لوایخو،مقرراتو او طرزالعملونو خلاف عمل ترسره کړي د قانون مطابق اړوندو ادارو ته معرفي کیږي.
- نظافت باید مراعت شي کمپیوټر لب او نوري ټولې اداري د امنیتې کمرو ترپوښښ لاندې دي ستاسو ټول فعالیتونه څارل کیږي.