د محصلانو بدني او ذهني غښتلتیا په موخه د فوټبال سيالیو لړۍ پیل شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۲۵
SZU

شیخ زاید پوهنتون کې د (خپل وطن خوږ وطن) تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ د ۱۲ پوهنځیو او اداري مامورینو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د پیل په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار ډاکټر مجاهد همتيار ورزش د بدن د روغتیا او غښتلتیا لپاره زيات مهم و باله او زياته یې کړه، چې محصلان د درسونو په ښه ډول په مخ بېولو لپاره د ښه صحت تر څنګ ذهني ارامتیا او هوساینې ته هم زياته اړتيا لري.

يادې سيالۍ به د پوهنتون د ۱۲ پوهنځیو (طب، انجینري، کرنې، کمپیوټر ساینس، ژبې او ادبیات، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، ښونه او روزنه، ژورنالېزم او عامه اړیکې، شرعيات، ټولنيز علوم، وترنري) او د پوهنتون اداري مامورینو لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.

يادولو وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون اداره د محصلانو غوره زده کړو ترڅنګ د هغوی روغتیا ساتلو په فکر کې هم ده او څه موده وړاندې یې د کريکټ او والیبال سيالۍ هم د محصلانو تر منځ په لاره اچولي وې.

 

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS