د لوړو زده کړو وزير لخوا د شيخ زاید پوهنتون دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۷
بیېسئشسی

چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره وه، د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، چې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.قاني او د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا کوله، د دوو تکميل شویو پروژو د وراداتي بریښنا سره د پوهنتون وصل، د لس نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض د دوه سوه شپږ اتیا زرو افغانیو په مالي لګښت چې د جوړیدو چارې یې بشپړې شوې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادولو وړ ده چې د يادو پروژو چارې چې څه موده وړاندې شیخ زايد پوهنتون کې پیل شوې وې او جوړیدو لګښت یې لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکړل شوی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS