د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش هيئت د شيخ زايد پوهنتون څخه خپله ليدنه پیل کړه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۵۲
oi789

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۲۱مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۹مې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش رياست د (شيخ زايد پوهنتون، پکتيا پوهنتون او د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې) لپاره ټاکل شوي پنځه کسيز هیئت د شيخ زاید پوهنتون څخه د تېر یو کال له کړنو ارزونه پيل کړه.

ياده ارزونه کې به پورته ذکر شویو پوهنتونونو کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تطبيق شویو لویو او وړو پروژو، ساختماني او غير ساختماني چارو او د يادو پروژو د مالي تدارکاتي چارو څخه ارزونه تر سره شي.

هغه ناسته چې په همدې اړه د شيخ زايد پوهنتون رياست په مقام کې تر سره شوه، د شيخ زايد پوهنتون رهبرۍ ياد هیئت ته د پوره همکارۍ او هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS