د لوړو زده کړو مديریتي او معلوماتي سيستم اړوند آنلاین کنفرانس تر سره شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۳۳
نتال

دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د میزان مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له اتلسمې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت مدیریتي او معلوماتي سيستم په اړه آنلاین کنفرانس تر سره شو.

په ياد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو رياست د ‌ډیټابيس آمر عبدالسمیع چکري، د ولایتي پوهنتونونو محصلانو مرستیالانو او د ياد سيستم مسؤلینو ګډون کړی و.

ياد کنفرانس کې د شيخ زايد پوهنتون په نماينده ګۍ د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همت يار او د محصلانو چارو آمر مولـ.ـوي سید کبير سنګين ګډون درلود، چې د ښاغلي سنګين لخوا د کنفرانس ګډونوالو ته د سیستم د پوره تطبیق او د کارونو ترسره کیدو په اړه اطمینان ورکړل شو.

د کنفرانس ګډونوالو لخوا د ياد سیستم ځينې ستونزې او په اړه یې نظرونه له یو بل سره شريک شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS