د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۶:۲۸
nvbhjggffddgd

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې لسمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت څخه وروسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني په خپله پیلیزه وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلو کارونو ته د پوره پاملرنې په اړه خبرې وکړې، همدارنګه نوموړي وويل؛ په جماعت سره د لمانځه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سيرت او صورت تطبيق یو امر دی او تطبيق کېدل یې پوره لازمي دي.
په غونډه کې د اجنډا مطابق د تېرې علمي شورا پرېکړو د تطبیق ګزارش، د ځینو استادانو انفکاک او یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو باندې بحثونه تر سره او په اړه یې لازم پرېکړې ترسره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS