د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ لخوا د مبارکۍ پیغام
لوړو زده کړو وزارت ته نوماند وزیر ښاغلی دوکتور عباس بصیر د ملي شورا څخه د اعتماد رایه واخسته او د رایو په غوڅ اکثریت سره یاد وزارت ته بریالی شو.
د شیخ زاید پوهنتون رهبري د زړه له تله نوموړي ته د دې لویې بریا مبارکي وایې او په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتنه کوي، ترڅنګ یې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سره به د لوړو زده کړو په بهبود او پرمختیا کې د تل په څېر همکارۍ ته دوام ورکوي.