د شيخ زايد پوهنتون له لوري پامير خصوصي پوهنتون ته د کتابتون مديريت پرمختللی سیستم ورکړل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۵
n bvgfdjhg

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند کتابتون آمريت له لوري د پامير خصوصي پوهنتون کتابتون ته د چارو د لا معياري کولو په موخه د ځانګړي همکارۍ له مخې پرلیکه مديریتي سيستم  په رسمي ډول ورکړل شو.
ياد سیستم چې په بشپړه توګه د نړیوالې کتابدارۍ له معیارونو او د ډي ډي سي پر اساس ډیزاین شوی دی، چې د کتابونو ثبت، لټون او طبقه بندي په ثانیو کې ترسره کولی شي.
د پامیر خصوصي پوهنتون له لوري د ياد سيستم د ورکړې له امله ستاینه وشوه او دا یې د محصلانو او استادانو لپاره د علمي منابعو په موندلو کې یو لويه اسانتیا وبلله.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۰مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۱۷مه
 ۲۰۲۶ م کال مې د اوومه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون پنځو څانګو علمي فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تاييد شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د شیخ زاید پوهنتون د پنځو څانګو علمي فعالیتونه د تایید وړ وبلل شول او د راتلونکو پنځو نورو کلنو لپاره ورته د لا ښه. . .

BACK TO NEWS