د شيخ زايد پوهنتون عمومي کتابتون آمريت لخوا آنلاین او آفلاین بريښنایي کتابتونونه جوړ او ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۲۸
wertyu

آنلاین ډول بريښنایي سيستم چې د کابل ولایت ښوونې او روزنې پوهنتون څخه شيخ زايد پوهنتون عمومي کتابتون ته را انتقال شوی و، پکې د ځينو نیمګړتیاوو د تکميل او یو څه نوښتونو رامنځته کيدو وروسته فعال شو.

د دې سيستم له لارې به محصلان، استادان او نور کارونکي نړۍوالو کتابونو او ژورنالونو ته په اسانۍ سره لاسرسی ومومي.

همدارنکه آفلاین سيستم چې د شيخ زايد پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي آمريت له لوري برابر شوی دی او تر اوسه پورې د کتابتون (۴۶۶۶) فزیکي کتابونه پکې ځای پر ځای شوي او لا هم ورته د کتابونو ور پورته کېدل دوام لري، ياد سیستم محصلانو، استادانو او نورو لوستونکو لپاره کتابتون ته په چټک ډول د لاسرسي فرصت برابروي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري له تدریسي روغتون څخه لیدنه او د یاد روغتون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

اداري کارکوونکو ته د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS