د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.
نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال تر مشرۍ لاندې چې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او لوړ رتبه استادانو پکې ګډون درلود، تر سره شوه.
ياده ناسته کې د پوهنځيو سمېستروار ګزارشونو، د ساختماني انجینري برنامې پیل، د شپږو علمي برنامو دوره یي بیا کتنې راپور، د ستراتیژیک پلان څخه د تطبیق څخه د درې کسيز هیئت راپور، د ځینو استادانو په ترفېعاتو او نویو مقرریو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت